دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۴ ساعت ۱۸:۳۵
د مطلب کود : 345571
د افغانستان او هند ترمنځ الوتنې زیاتې شوې
آریانا افغان هوايي شرکت د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره نوي ډیلي ته د کارګو او مسافر وړونکو الوتنو شمیر زیات کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: آریانا افغان هوايي شرکت په یوه بیان کې ویلي چې دا مهال هره اونۍ له کابل څخه نوي ډیلي ته شپږ کارګو الوتنې او دوه مسافر وړونکي الوتنې ترسره کوي.
 
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان او هند اړیکې په مختلفو برخو کې پراخې شوې دي او دواړه هیوادونه د اړیکو د ژورولو په لټه کې دي.
https://avapress.net/vdca0mne649nym1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته