دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 34815
افغانستان د خپلو کډوالو د ستونزو د اوارولو لپاره په یونان کې سفارت پرانیزي
د موسي زي په وینا یونان ته د کال پنځوس زره افغانان په غیرقانوني ډول داخلېږي څو د ښه ژوند لپاره له دې لارې نورو اروپايي هیوادونو ته لاړ شي.
تاند - د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به په یونان کې سفارت پرانیزي چې په دغه هیواد کې له زرګونو غیرقانوني افغان کډوالو سره مرسته وکړي.
د افغانستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی جانان موسي زي نن /یکشنبه/ وویل، د یونان په پلازمېنه اتن کې د افغانستان سفارت باید د مارچ د میاشتې تر پای ته رسېدو مخکې پرانستل شي.
ده په عین حال کې وویل چې افغانستان به په اتن کې د سفارت له پرانستلو سره په یو وخت په بلغاریا کې خپل سفارت بند کړي.
د موسي زي په وینا یونان ته د کال پنځوس زره افغانان په غیرقانوني ډول داخلېږي څو د ښه ژوند لپاره له دې لارې نورو اروپايي هیوادونو ته لاړ شي.
اکثره افغانان د دې لپاره لومړی یونان ته ځي چې له ترکیې څخه په اسانه یونان ته تللی شي.

خو یونان ته اکثره تللي افغانان بندیان شوي او خورا بد وضعیت ورسره شوی دی.

په یونان کې بندي افغانانو تاند ته ویلي چې په ځلونو پولیسو وهلي، يه تیاره او تنګو خونو کې یې، بې له دې چې د لمر سترکه وویني، په میاشتو میاشتو سابندیان کړي دي.

په دې هیواد کې ډېر افغانان غواړي چې بېرته خپل هیواد ته لاړ شي خو د اسنادو د نه لرلو له کبله یې یونان هیڅ ځای نه شي لېږلی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جانان موسي زي وویل چې په وروستیو کې د افغانستان د باندنیو چارو وزارت یو پلاوی اتن ته تللی وو او له ځان سره یې ۶۵۰ پاسپورټونه وړي وو څو هغو افغانانو ته یې ورکړي چې غواړي په خپله خوښه خپل هیواد ته لاړ شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwvap.t1a5z26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته