دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 34816
په جرمني کې له امریکایانو سره د غیرپښتنو افغان ګوندونو د مشرانو غونډه
د امریکا د کانګریس له یوشمېر غړیو سره د افغانستان د شمال د یوشمېر قومي ګوندونو او مشرانو غونډه نن د جرمني په برلین کې جوړېږي.

دې غونډه ته، چې (افغانستان ۲۰۱۴؛ فرصتونه او ستونزې) په نوم په اسپین انستیتیوت کې جوړېږي ، یوازې غیرپښتانه افغانان بلل شوي.

د کنفرانس د بلنلیک له مخې، چې یوه کاپي یې تاند ترلاسه کړې، د ملي ايتلاف مشر عبدالله عبدالله ، د ملي اسلامي غورځنګ مشر جنرال عبدالرشید دوستم، د اسلامي وحدت ګوند مشر عبدالکریم خلیلي، د ملي جبهې رييس احمد ضیا مسعود، د وحدت ګوند مشر محمد محقق، د بلخ والي محمد عطانور، د ولسي جرګې پخوانی رييس یونس قانوني، د ملي امنیت پخوانی رييس امرالله صالح، د افغانستان د ورځپاڼو د شبکې رييس ډاکتر حسین یاسا او د ملي جنبش مرستیال فیض الله ذکي په کنفرانس کې ویناوې کوي.

د امریکا له لوري د استازو د جرګې د کلیفورنیا د ۴۶ یمې حوزې غړی ډانا روهرابکر، د استازو د جرګې غړی لاریټا سانچیز(د کلیفورنیا) چې د وسله والو خدماتو د کمېټې عړیتوب لري، د ټکساس ایالت استازی لويي ګوهمرت چې د استازو جرګې د عدلي کمېټې مرستیال رييس دی، او سټیف کینګ چې د لوا د سیمې استازی دی، په دې کنفرانس کې برخه لري.

که څه هم ځینو افغاني رسنیو د دوی د بحث موضوع د افغانستان فدرالي کېدا بللې خو لا هم څرګنده نه ده چې دوی به سبا په کومو مسایلو خبرې وکړي.

دا لومړی ځل دی چې له افغانستانه دباندې د بهرنیانو له لوري د افغانستان د اقلیتونو په ګډون داسي یوه غونډه جوړېږي.دا چې په دې کنفرانس کې یوازې د افغانستان د قومي اقلیتونو مشرانو ته بلنه ورکړای شوې د ډېرو افغانانو په ذهنونو کې یې ګڼې پوښتنې پیدا کړي دي.ځیني وېره لري چې امریکا به هم د نورو استعماري قدرتونو په شان له دې کبله افغانستان ته ګوزار ورکړي چې د دوی د حضور پرضد پښتنو مقاومت کړی دی. دې ته ورته کار انګرېزانو او روسانو کړی و.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmoet.uqexvz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته