دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۰۳
د مطلب کود : 34915
د بشري حقوقو فعالانو د ګوانتانامو او بګرام د بندونو دتړلوغوښتنه وکړه
د شکنجې دغو مخالفو فعالانو چې له وړمه ورځي یې مظاهرې پیل کړي دي ، نیت نلري ، ترسبا ، چې د ګوانتانامو بند ته د لومړنې بندې د ننویستلو لسمه کلیزه ده خپل اعتراض ته دوام ورکړي .

د بشري حقوقو فعالانو د سپيني ماڼۍ په وړاندې مظاهرې وکړي او په افغانستان کښې یې د بګرام او همدغه راز د ګوانتانامو دبندونو د تړلو غوښتنه یې وکړه .
د شکنجې دغو مخالفو فعالانو چې له وړمه ورځي یې مظاهرې پیل کړي دي ، نیت نلري ، ترسبا ، چې د ګوانتانامو بند ته د لومړنې بندې د ننویستلو لسمه کلیزه ده خپل اعتراض ته دوام ورکړي .
له دې مخکې هم د بخښنې د نړیوالې ادارې په شمول د بشري حقوقو بیلا بیلو ډلو ، سبا ته د سترو لاریونونو غوښتنه کړي ده .
ټاکل شوي دي ته ورته اعتراضیه مظاهرې په پاریس ، ټورنټو ، لندن ، بروکسل او برلین کښې هم وشي .
ددغه ډلي ویندويي وايي امریکا له کوم دلیل پرته انسانان نیسي او دا کار د اساسي قانون ترپښو لاندې کول .


سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjihet.uqexvz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته