دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۳۷
د مطلب کود : 34937
IAEA په فردوتاسیساتوبشپړڅارنه کوي اوداپروژه سوله ایزه اوانسان دوستانه ده
هغه روښانه کړه د فردو موضوع نوي موضوع نه ده او آژآنس له پیله په بشپړونکو مرحلو کې بشپړ شتون او څارنه درلودلې ده .
دایټمی انرژۍپه نړیوال آژانس کې د ایران داسلامی جمهوریت استاذي علی اصغرسلطانیه د فردو د یورانیمو دپخولودتاسیساتود کارولوپه باب دځينوفضاجوړونوپه غبرګون کې وویل دنړیوال آژآنس پلټونکي دفردو تاسیساتو په ټولوفعالیتونو څارنه کوي . هغه روښانه کړه د فردو موضوع نوي موضوع نه ده او آژآنس له پیله په بشپړونکو مرحلو کې بشپړ شتون او څارنه درلودلې ده .
سلطانیه ددې پوښتنې په ځواب کې چې په فردو تاسیساتو کې تر شل فی صدو پورې د يورانیمو د پخولو موخه څه ده ،وویل هماغه ډول چې رسما مو آژانس ته ویلی دي د تهران د ریئکټردسونګودتامینولولپاره ترشلوفی صدوپورې تولیددطبی کارونوپه باب د ریډیودرملواو آيزوتوپونو دتولید په خاطردی . هغه روښانه کړه دغه پروژه په بشپړ ډول د انسان دوستۍاو سوله ایزوموخولپاره د ه او په دې زمینې کې ځيني فضا جوړونې په سیاسی انګیزو اوله واقیعیته دعمومي افکارودغړولولپاره دي .
د ویلو ده د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژآنس ویندوئي جیل توډر پرون په یوې اعلامیې کې ویلی دي آژانس ئې تائیدوي چې د فردو د یورانیمو د پخولو په تاسیساتوکې د ترشلو فی صدو پورې د بډایولو تولیدپیل شوی دی هغه روښانه کړې چې په دغو تاسیساتوکې ټول ایټمی مواد د آژانس تر کنټرول او څارنې لاندې دي .
امریکا،انګلستان اوجرمني په دې زمینې کې په فضا جوړونې سره د ایران په دغه اقدام نیوکې کړې او ویلی ئې دي دغه ډول کار د تهران دنړیوالو ژمنو خلاف ورزي ده .داپه داسې حال کې دي چې دایران داسلامی جمهوریت اړونده چارواکو په ځلونو ویلی دي چې دایران ټول ایټمی فعالیتونه سوله ایز دي او پوځي انحراف نه لري چې داموضوع دآژانس په ۲۷ رسمي راپورونو کې هم تائيد شوې ده
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5n0s.yt0os6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته