کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تهران کې دپوهنتون ښونکی په یوه ترهګر بریدکې ووژل شو

افغان غږ آژانس(آوا) , 21 جدی 1390 ساعت 14:35

یوه موټرسیکل سوارد سپرلی په کوچنی موټر نښولی او بیا وروسته یې دتهران په سیدخندان واټ کې بم ته دچاودنې په ورکولوسره دموټر له سپرلیو څخه دمصطفی روشن په نامه دپوهنتون یو استاد وژلی اودوه کسان ټپیان شوي دي


نن سهار په تهران کې په یوه بمي چاودنه کې دپوهنتون ښونکی و وژل شو
دفارس خبری اژانس دراپور له مخې دغه بم یوه موټرسیکل سوارد سپرلی په کوچنی موټر نښولی او بیا وروسته یې دتهران په سیدخندان واټ کې بم ته دچاودنې په ورکولوسره دموټر له سپرلیو څخه دمصطفی روشن په نامه دپوهنتون یو استاد وژلی اودوه کسان ټپیان شوي دي
ویل کیږي چې مصطفی روشن دعلامه پوهنتون ښونکی او دتیلو دصنعت کارپوه ؤ
دتهران داورژانس دعمومي اړیکو مدیر حسن عباسي له خبریالانوسره په خبرو اترو کې ویلي چې په پيښه کې ټپي شوي کسان ددرملنې په موخه روغتون ته لیږدول شوي اوتردې دمه په دې اړه ډير جزیات نه دي په ډاګه شوي


د مطلب کود: 34963

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/34963/په-تهران-کې-دپوهنتون-ښونکی-یوه-ترهګر-بریدکې-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com