افغان غږ خبری آژانس - کابل: د زابل د والي ویاند صدیق الله وثیق وویل، دا پېښه د میزان ولسوالۍ په ربغي سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي، خو د هغوی د وضعیت په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.
دا په روان کال کې د برېښنا لوېدو له امله دوهمه مرګ ژوبله ده.
پنځه ورځې وړاندې، د سمنګان ولایت په خرم سارباغ ولسوالۍ کې هم یو ۴۵ کلن سړی د برېښنا لوېدو له امله ووژل شو.