افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سرحدونو، قومي او قبایلي چارو وزیر ملا نورالله نوري وویل چې افغانان تل توانیدلي دي چې د جهاد او مبارزې له لارې خپل دښمنان مات کړي او د افغانانو په ایمان او زړورتیا تکیه کولو سره خپله خپلواکي وساتي.
هغه د پاکستان د پوځي رژیم د وروستیو بریدونو په جریان کې د خلکو د ملاتړ او یووالي ستاینه هم وکړه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه یې د خلکو د بشپړ ملاتړ هرکلی وکړ.
د نوري په وینا، دا ملي پیوستون د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مورال په پیاوړتیا او د هیواد د ثبات په ساتلو کې مهم رول لوبوي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر دا څرګندونې د ننګرهار ولایت له عالمانو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو او ځوانانو سره په یوه غونډه کې وکړې.