افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزني ولایت د پولیسو قوماندانۍ یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې دا پېښه د غزني د قره باغ ولسوالۍ په لیواني بازار کې رامنځته شوې ده.
د قوماندانۍ په وینا، د سیلاب له امله د ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر چپه شو.
د غزني د پولیسو قوماندانۍ زیاته کړه چې په دې پېښه کې یو ماشوم ورک شوی دی.
قوماندانۍ په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
مخکې له دې، په هرات ولایت کې د سیلاب له امله یو مسافر وړونکی موټر چپه شو.