افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې د رسنیو دفتر نن (شنبه) د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره دا شمېره اعلان کړه.
د دې ملي بشري سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د زلزلې مرکز بدخشان ولایت و او لاهم د قربانیانو په شمېر کې د زیاتوالي امکان شته.
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، د قربانیانو په شمېر کې د زیاتوالي احتمال هم شته، ځکه چې ځینې اغیزمنې سیمې په بشپړه توګه نه دي سروې شوې او هغوی ته لاسرسی ستونزمن دی
زلزلې د کابل ښار او د هیواد یو شمیر نورو ولایتونو ځینې برخې تیره شپه شاوخوا ۸:۴۵ بجې د سخت باران سره ولړزولې او د اوسیدونکو ترمنځ یې ویره خپره کړه.