افغان غږ خبری آژانس - کابل: د وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د دې فعالیتونو اصلي هدف د راتلونکي کال لپاره د کیفیت او معیاري تخمونو چمتو کول، د شنو سیمو پراختیا او په هلمند ولایت کې د طبیعي سرچینو پیاوړتیا ده ترڅو بزګران وکولی شي غوره تخمونه وکاروي او خپل حاصلات زیات کړي.
وزارت دا هم زیاتوي چې د تخمونو د تولید، ساتنې او پراختیا په برخه کې به هڅې زیاتې شي ترڅو د چاپیریال ساتنې، شنه کولو او د اقلیم د بدلون سره د مبارزې په برخو کې اغیزمن ګامونه پورته شي.