افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې په غور ولایت کې ۱۰۸۹ کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو رسولو کار پیل شوی دی.
وزارت وویل چې دا پروژې د عامه ګټو پروګرامونو په توګه پلي کیږي چې موخه یې پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی ښه کول دي.
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، د غور ولایت په مرکز "چهلګزي" کلي او د ولایت په "ډولینا، تیواره او ساغر" ولسوالیو کې د اوبو رسولو شبکې به د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست لخوا جوړې شي.
چارواکو ټینګار کړی چې د دې پروژو په بشپړیدو سره به د دې سیمو اوسیدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري او د اوبو د کمښت له امله رامینځته شوې ځینې ستونزې به کمې شي.