افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې ریاست غړو د کشفي او عملیاتي عملیاتو په ترڅ کې د ۳۲ کیلوګرامه چرسو د قاچاق مخه نیولې ده.
د امنیتي چارواکو په وینا، نشه يي توکي په مهارت سره په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او قاچاق وړونکو پلان درلود چې له لغمان څخه ننګرهار ولایت ته یې انتقال کړي.
د پیښې په تړاو څلور کسان نیول شوي دي او له دوی څخه یو ټوپک او یو موټر نیول شوی دی.
له نیول شویو کسانو څخه اوس مهال پوښتنې ګروېږنې روانې دي او د لومړنیو څېړنو له بشپړیدو وروسته به د دوی قضیې د قانوني اجرااتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.