دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۵ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 349904
ازبکستان پاکستان ته: د افغانستان سره ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړئ
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتي چې له افغانستان سره خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د راپورونو له مخې، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف د پاکستان له مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاقدار څخه غوښتي چې له افغانستان سره د پاکستان شخړې د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې په سوله ایزه توګه حل کړي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل: "هغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي کړکیچونو ته هم اشاره وکړه او د کړکیچونو کمولو او د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې د مسلو تعقیبولو اړتیا باندې یې ټینګار وکړ."
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په چین کې د پاکستان سره یوه غونډه وشوه.
https://avapress.net/vdce7o8xejh8eoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته