افغان غږ خبری آژانس: د لبنان د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ له دوهمې نیټې راهیسې په لبنان باندې د صهیونیسټ رژیم د بریدونو د شهیدانو ټولټال شمیر ۱۴۲۲ ته رسیدلی دی.
د لبنان د روغتیا وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د مارچ له دوهمې نیټې څخه د اپریل تر څلورمې نیټې پورې، د صهیونیسټ رژیم په بریدونو کې ۴۲۹۴ کسان ټپیان شوي دي.
صهیونیسټ رژیم د ایران پر وړاندې د جګړې له پیل وروسته هم په لبنان باندې خپل بریدونه زیات کړل.