افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان کړی چې د ۱۸ تخنیکي او مسلکي کارمندانو دا پلاوی، د کانونو د انستیتوت د ریاست په نوښت، د روزنیز پروګرام کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی دی.
د وزارت په وینا، د سفر اصلي موخه د کارمندانو عملي مهارتونو ته وده ورکول، د نوي جیو فیزیک ټیکنالوژیو سره ځان بلد کول او په دې برخه کې د متخصصینو سره تجربې شریکول دي. چارواکو زیاته کړې چې دا ډول پروګرامونه کولی شي د تخنیکي ظرفیتونو پیاوړتیا او د طبیعي سرچینو مدیریت ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.
په وروستیو کلونو کې، د کانونو او پټرولیم وزارت هڅه کړې چې د روزنیزو پروګرامونو او سیمه ایزو همکاریو په پراختیا سره د خپلو کارمندانو تخنیکي پوهه لوړه کړي.