افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې د وړاندوینو پر بنسټ، یو شمېر ولایتونه به نن سخت بارانونه، برېښنا، قوي بادونه او د سیلابونو د احتمال شاهد وي.
د هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، غور، دایکندي، ارزګان، هلمند، کندهار، بغلان، سمنګان، تخار، کندز، بدخشان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، کنړ او نورستان ولایتونه په دې خبرداری کې شامل دي.
چارواکو د دې سیمو له اوسیدونکو څخه غوښتي چې احتیاطي تدابیر ونیسي او د سیندونو د څنډو، د سیلاب لارو او زیان منونکو سیمو ته له نږدې کیدو ډډه وکړي.