افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ۳۱۳ قول اردو چارواکي وايي چې د قول اردو د دریمې پیاده لوا د پوځي بار وړونکي موټر په کارولو سره د کابل-جلال آباد لویه لاره شاوخوا ۱۰ کیلومتره پاکه کړه او لاره یې د موټرو د ترافیکو لپاره پرانیستله.
د دوی په وینا، دا عملیات د څو ساعتونو دوامداره کار وروسته ترسره شوي او هدف یې د ترافیکو اسانتیا او د مسافرینو لپاره د نورو ستونزو مخنیوی دی.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو ورځو کې د درنو بارانونو وروسته، د سروبي بازار سیمې څخه تر لغمان دروازې پورې د دې لویې لارې په شاوخوا ۱۵ مختلفو ځایونو کې سیلابونه راغلي وو. د شګو جریان او د ځمکې ښویدنې هم په دې لاره کې د موټرو ترافیک ته جدي ګواښ رامنځته کړی و.