افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د دایکندي ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند غلام علي جاوید له
افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل چې په تېر کال کې د دغه ولایت د روږدو کسانو لپاره د ۲۰۰ بستریز ملاتړ مرکز کې ۴۰۰ روږدي کسان درملنه شوي او بیرته خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.
د هغه په وینا، په دې ولایت کې د مخدره توکو د قاچاق په تړاو ۴۰ کسان نیول شوي او عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.
له بلې خوا، د دایکندي ولایت یو شمېر اوسیدونکو د روږدو کسانو د درملنې ستاینه وکړه، له حکومت سره یې خپله همکاري اعلان کړه او ویې ویل چې په وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د روږدو کسانو شمېر کم شوی دی. دوی دا کمښت د چارواکو د هڅو پایله وبلله او په دې برخه کې یې د ولایتي پولیسو د قوماندانۍ څخه د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه، او زیاته یې کړه چې په راتلونکو کلونو کې به مخدره توکي په بشپړه توګه له منځه یوړل شي.