افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان د والي ویاند صبور سیغاني،
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې په بامیان ولایت کې د سوالګرو د راټولولو پروسه روانه ده او تر اوسه پورې په دې ولایت کې ۱۹۵ سوالګر راټول شوي دي.
د ښاغلي سیغاني په وینا، په دې سوالګرو کې ښځې، ماشومان او نارینه شامل دي، او د بامیان ولایت او همدارنګه له ولایت څخه بهر اوسیدونکي دي. هغه زیاته کړه چې د راټولولو وروسته به دا خلک وپیژندل شي او هغه کسان چې د اصلي سوالګرو په توګه پیژندل کیږي، دوی ته به دوامداره نغدي او خوراکي مرستې ورکړل شي.
له بلې خوا، د بامیان ولایت یو اوسیدونکی عبدالستار یوسفي،
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې په تیرو کلونو کې، په دې ولایت کې د سوالګرو شمیر ډیر لوړ و او د ګرځندوی په موسم کې، سوالګر به په تاریخي ځایونو کې په لوی شمیر کې راټولیدل؛ خو سږ کال حکومت هغوی راټول کړي دي او شمېر یې یو څه کم شوی دی. هغه له چارواکو وغوښتل چې دې مسلې ته ډېره پاملرنه وکړي او اصلي سوالګرو ته د مرستې چمتو کولو په اړه فکر وکړي.
د هوټل یو بل مالک عزیز وايي چې د سوالګرو شمېر لا هم لوړ دی او هره ورځ لسګونه خلک هوټلونو ته د سوال کولو لپاره ورځي. هغه له چارواکو وغوښتل چې دا خلک راټول کړي ترڅو د سوالګرو شمېر کم کړي او د هغو کسانو د فعالیتونو مخه ونیسي چې اصلي سوالګر نه دي.
ډاکټر علی رضا احمدي، یو بل وګړي، د حکومت د دې اقدام هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې که سوالګري بنده نه شي، نو دا رجحان به خپور او زیات شي. ښاغلي احمدي له سیمه ییزې حکومته وغوښتل چې اصلي او جعلي سوالګر وپیژني، اصلي سوالګرو ته منظمې مرستې چمتو کړي او د جعلي سوالګرو مخه ونیسي.