افغان غږ خبری آژانس: د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست اعلان کړی چې تیر کال له ښار څخه ۱۲۲۹ روږدي کسان راټول شوي او د درملنې او پاملرنې وروسته رخصت شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي: "۷۷۶ روږدي کسان د ۱۰۰ بستریز روغتون څخه او ۴۵۳ نور د ۴۰ او ۵۰ بستریز روغتون څخه د درملنې وروسته رخصت شوي دي."
د بلخ ولایت د عامې روغتیا چارواکي وايي چې په ولایت کې د مخدره توکو د زیانونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه زیات شوي دي.
د رسمي سرچینو په وینا، په بلخ ولایت کې د مخدره توکو د روږدو کسانو شمیر کم شوی دی.