افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د رسنیو دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې تیره شپه دفاعي ځواکونو د غور-هرات په لویه لاره کې د وروستیو بارانونو له امله په خټو کې بند پاتې ۶ مسافرو او بار وړونکو موټرو مسافر وژغورل.
د خپرې شوې مطبوعاتي اعلامیې او ویډیو پراساس، موټرونه د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ په "کامینج" سیمه کې او د غور-هرات په لویه لاره کې د خټو له امله بند پاتې وو.
دفاعي ځواکونو د چټکو او شپې عملیاتو له لارې د مسافرو او موټر چلوونکو ژوند وژغوره او له خطرناک حالت څخه یې راوویست.