افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوشنبې په ورځ د سالنګونو په ګډون د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د درنو بارانونو، قوي بادونو او سیلابونو تمه کیږي.
د وړاندوینې له مخې، د جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، غور، نیمروز، هلمند، کندهار، ارزګان، زابل، دایکندي، بامیان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، کنړ، لغمان، کاپیسا، ولایت، کابل، باغشیر، پنجشیر، پنجشیر سمنګان، بلخ، کندز، تخار او بدخشان ولایتونه په دې خبرداری کې شامل دي.
د هوا پېژندنې ادارې له خلکو، په ځانګړې توګه د غرنیو سیمو او سیلاب ځپلو سیمو له اوسیدونکو څخه غوښتي دي چې اړین احتیاطي تدابیر ونیسي او په لوړ خطر لرونکو سیمو کې له غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي.
د پسرلي په پیل سره، د افغانستان په ډیری برخو کې درانه بارانونه او د واورې ویلې کیدل د سیلابونو خطر زیاتوي، دا یوه داسې پیښه ده چې هر کال مالي زیانونه او ژوند له لاسه ورکوي.