افغان غږ خبری آژانس - هرات: په هرات کې ځايي چارواکو اعلان وکړ چې له ترکمنستان څخه وارد شوې برېښنا په هرات ولایت کې د سخت باران او طوفان له امله قطع شوې ده.
د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي اعلان وکړ چې له ترکمنستان څخه وارد شوې برېښنا د بغچار بند په سیمه کې د ستونزو له امله قطع شوې ده.
تر دې مخکې، د بغچار بند کې د درنو طوفانونو سره یوځای واورې او باران د برېښنا ستنو ته زیان رسولی و او په دې ولایت کې له ترکمنستان څخه وارد شوې برېښنا په پرله پسې ډول پرې شوې وه.
د یادونې وړ ده چې د هرات د اړتیا وړ برېښنا لویه برخه له ایران او ترکمنستان څخه واردیږي.