افغان غږ خبری آژانس: د امریکا مرکزي قوماندې (سنټکام ترهګریز سازمان) نن سهار (سه شنبه) د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې په تحمیل شوې جګړه کې د امریکایي سرتیرو د تلفاتو او انساني زیانونو په اړه احصایې خپرې کړې.
د CBS شبکې د سنټکام د ویاند په حواله راپور ورکړی چې په لویدیځه آسیا کې د امریکا د اډو پر وړاندې د ایران د عملیاتو په جریان کې، لږترلږه ۳۷۳ امریکایي سرتیري ټپیان شوي او ۱۵ کسان وژل شوي دي.
دوو امریکایي چارواکو هم شبکې ته ویلي چې په کویت کې د علي السالم په هوايي اډه کې د ایران د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۱۵ امریکایي سرتیري ټپیان شوي دي.
مخکې له دې، د خاتم الانبیاء مرکزي قوماندې ویاند ویلي وو چې د وژل شویو او ټپیانو امریکایانو شمیر