افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس اعلان کړی چې د سالنګ لویه لاره د درنو واورو، طوفان او د لید د کمښت له امله د ټولو مسافرو او بار وړونکو موټرو پر مخ په موقتي ډول تړل شوې ده.
د وزارت په وینا، دا مهمه ترانسپورتي لاره نن سهار (سه شنبه) شاوخوا 00:35 بجې د ترافیکو پر مخ وتړل شوه ترڅو د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو مخه ونیول شي.
چارواکو له ښاریانو څخه غوښتي چې د لویې لارې تر پرانیستلو پورې سالنګ ته له سفر کولو ډډه وکړي او بدیلې لارې په پام کې ونیسي.
په ورته وخت کې، د سالنګ د لارې د ساتنې او مدیریت ریاست وايي چې د دوی تخنیکي او عملیاتي ټیمونه د واورې پاکولو عملیات پیل کړي او د هوا د ښه کیدو او د طوفان د شدت د کمیدو سره سم لویه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیزي.
د یادونې وړ ده چې د سالنګ لاره د هیواد یو له مهمو ټرانزیټي لارو څخه ده، چې شمالي ولایتونه له کابل او نورو سیمو سره نښلوي، او تړل یې په ترافیک او د توکو په لیږد مستقیم اغیزه لري.