افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو د حل عالي کمیسیون سکرتریت د راپور له مخې، د حمل په ۱۷مه، د هیواد په مختلفو پولو کې د راستنیدونکو د وضعیت د حل پروسه په جدي توګه دوام لري.
په دې ورځ، په ټولیزه توګه ۶۰۴ کورنۍ، چې ۲،۳۶۳ کسان پکې شامل وو، په رسمي ډول راجستر شوې.
همدارنګه، د لیږد په برخه کې، ۵۳۳ کورنۍ، چې ۲،۸۳۴ کسان پکې شامل وو، خپلو اصلي سیمو ته لیږدول شوي او ۴۳۱ نورو کورنیو ته اړین بشري مرستې ویشل شوي دي.
د دې خدماتو سربیره، ۵۳۷ وړیا سیم کارتونه هم وویشل شول ترڅو د راستنیدونکو ترمنځ اړیکه اسانه کړي.
د کډوالو ستونزو ته د رسیدګۍ عالي کمیسیون ویلي چې د مرستې او خدماتو ټیمونه د هیواد په ټولو سرحدي دروازو کې چمتو دي ترڅو د روغتیا، تغذیې او ترانسپورت په برخو کې د شړل شویو کسانو بیړنۍ اړتیاوې پوره کړي.