دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ حمل ۱۴۰۵ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 350173
د ۲۰۳ منصوري قول اردو د نوي قوماندان او مرستیال قوماندان معرفي کیدنه؛ د فعالیت په ښه والي ټینګار
د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه په لارښوونه، الحاج ملا محمد خان "دعوت" د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قوماندان په توګه او ملا محمد آغا "ابراهیم" د قول اردو د مرستیال په توګه وټاکل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت وايي چې د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ او د کاري چارو د ښه والي په موخه، الحاج ملا محمد خان "دعوت" د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قوماندان په توګه او ملا محمد آغا "ابراهیم" هم د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د معرفي کولو مراسم د ملي دفاع وزارت د یوه پلاوي په شتون کې د لوی درستیز مولوي شبیر احمد عثماني په مشرۍ په پکتیا ولایت کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې د پکتیا والي، امنیه قوماندان او د ۲۰۳ منصوري لوا د یو شمېر لوا قوماندانانو هم ګډون کړی و.

وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په غونډه کې چارواکو د نوي قوماندان او مرستیال ته د مبارکۍ ورکولو پرمهال ټینګار وکړ چې د پوځي جوړښت بدلون یو مهم اصل دی او د چارو د ښه والي، موثریت زیاتولو او په مختلفو سکتورونو کې د پرمختګ لپاره ترسره کیږي.

ویل کیږي چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو نوي قوماندان د مشرتابه د ښه نیت او باور څخه مننه څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې خپلې دندې به په صداقت او بشپړ ژمنتیا سره ترسره کړي او د نظم او نظامي چارو د پرمختګ لپاره به هیڅ هڅه ونه سپموي.
https://avapress.net/vdcef78xxjh8nzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته