افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د نیمروز ولایتي روغتون د نږدې ۱۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت په پرمختللو طبي تجهیزاتو سمبال شوی دی، چې په دې ولایت کې د روغتیا خدماتو د ښه والي لپاره یو مهم ګام دی.
د وزارت په وینا، د نیمروز ولایتي روغتون د نوې ودانۍ له بشپړیدو او پرانستلو وروسته، د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې دا روغتیايي مرکز په پرمختللو طبي وسایلو او اسانتیاوو سمبال شوی دی.
د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دا تجهیزات د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د دوامداره هڅو په پایله کې د سعودي عربستان د یوه خیرخواه شیخ عبدالله بن الثاني په همکارۍ چمتو شوي دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، پدې تجهیزاتو کې مهم وسایل لکه CT Scan، MRI او نور عصري طبي وسایل شامل دي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په کار واچول شي.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د دې تجهیزاتو په فعالولو سره، په نیمروز ولایت کې د تشخیص او درملنې خدماتو کچه د پام وړ ښه شوې او د دې ولایت اوسیدونکي به وکولی شي د پرمختللو روغتیایی خدماتو څخه ګټه پورته کړي پرته لدې چې نورو ولایتونو ته سفر وکړي.
د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت زیاته کړه چې په هیواد کې د روغتیایی خدماتو د پراختیا په دوام کې، په دې وروستیو کې د افغان-جاپان روغتون او د ساري ناروغیو لپاره د ملي او تخصصي روغتون کې د CT Scan سره سمبال رادیولوژي مرکزونه پرانستل شوي دي؛ یو اقدام چې په ملي کچه د تشخیصي ظرفیتونو ښه کولو باندې تمرکز په ګوته کوي.