افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دې ادارې د وړاندوینې له مخې، سبا (چهارشنبه، د حمل ۱۹مه) نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، غور، هرات، لوګر، لوګر او خوست ولایتونه به سیلابونو سره مخ شي.
د هوا پېژندنې ادارې په دې ولایتونو کې د ۱۰ او ۳۵ ملي مترو ترمنځ د باران وړاندوینه کړې ده.
دې ادارې په مرکزي او سویل ختیځو ولایتونو کې د ۵۰ څخه تر ۷۵ کیلومتره په ساعت کې د بادونو او په لوړو او سړو سیمو کې د واورې د ورېدو وړاندوینه هم کړې ده.