دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۵ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 350254
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په ګډه غونډه کې د CASA-1000 پروژې د پرمختګ او ننګونو بیاکتنه
د شرکت او تاجکستان چارواکو په یوه ګډه آنلاین غونډه کې د CASA-1000 بریښنا لیږد پروژې پرمختګ او ننګونې بیاکتنه کړې او د دې مهمې سیمه ایزې پروژې د پلي کولو په چټکتیا یې ټینګار کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ په سکتور کې د سیمه ایزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د دوامداره هڅو په ترڅ کې، د افغانستان بریښنا شرکت اجرایوي رییس ملا عبدالحق حمر د تاجکستان د انرژۍ وزیر دلیر جمعه سره په یوه آنلاین غونډه کې د CASA-1000 پروژې د پرمختګ او ننګونو په اړه بحث وکړ.

د شرکت په وینا، پدې غونډه کې، د بریښنا شرکت اجرایوي رییس د افغانستان لپاره د دې پروژې اهمیت ته په اشارې سره د شوي پرمختګ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د قراردادي شرکتونو سره د خنډونو د لرې کولو او ممکنه ستونزو د حل لپاره هڅې د تیرو په پرتله ګړندۍ شوي دي ترڅو دا پروژه په ټاکلي وخت کې بشپړه شي.

د شرکت په اعلامیه کې ویل شوي چې د تاجکستان د انرژۍ وزیر د CASA-1000 پروژې په ستراتیژیک اهمیت ټینګار وکړ، د دواړو هیوادونو ترمنځ د تخنیکي همکارۍ او ګډې همغږۍ د دوام هرکلی یې وکړ او د دې پروژې د پلي کولو د ګړندي کولو لپاره یې د خپل هیواد ملاتړ باندې ټینګار وکړ.

ویل کیږي چې په دې غونډه کې د دواړو خواوو تخنیکي او مسلکي پلاوي شتون درلود او تخنیکي توضیحات، عملي پرمختګونه او موجوده ننګونې په تفصیل سره بحث او تبادله شوې.

د یادونې وړ ده چې د CASA-1000 پروژه د انرژۍ د لیږد په سکتور کې یو له مهمو سیمه ایزو پروژو څخه دی، چې موخه یې د افغانستان په ګډون د مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا هیوادونو ته د بریښنا لیږدول دي.
https://avapress.net/vdcen78xejh8nwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته