دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۲۹
د مطلب کود : 35030
"په تیرو ۲۴ساعتونو کې ۱۱ وسلوال مخالفین وژل شوي"
وسلوالو مخالفینو ته دغه مرګ ژوبله په کاپیسا، فاریاب، خوست، غزني، میدان وردګ، هلمند، زابل او فراه کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې اوښتې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو یولس وسلوال مخالفین وژل شوي، دوه ټپیان او اوه ویشت نیول شوي.

د کورنیو چارو وزارت نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل، چې وسلوالو مخالفینو ته دغه مرګ ژوبله په کاپیسا، فاریاب، خوست، غزني، میدان وردګ، هلمند، زابل او فراه کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې اوښتې.

په اعلامیې کې همدا راز د یوه اندازه وسلو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړل شوی دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuuap.t1awp26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته