افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست لخوا چمتو شوي معلوماتو پراساس، په ټولیزه توګه ۱۶۵۶۴۱ کسانو د تابعیت پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي، چې له دې جملې څخه ۱۳۲۳۵۶ برېښنايي پېژندپاڼې او ۳۳۲۸۵ کاغذي پېژندپاڼې ویشل شوي دي.
د مهمو پیښو د ثبت خدمات هم ۱۷۲۰ کسانو ته چمتو شوي دي، چې ۲۵۵ یې د زیږون ثبت او ۱۴۶۵ یې د مړینې ثبت دي. سربیره پردې، ۱۱۱۶۴ نورو کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼې اصلاح خدمات چمتو شوي دي.
د کندهار ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست مشر مولوي ریاض الله حقاني وویل چې دا مهال په ولایت کې د برېښنايي تذکرو د وېش درې مرکزونه او یو د اسان خدمت مرکز فعال دی. د هغه په وینا، د اسان خدمت په ګډون درې مرکزونه په کندهار ښار کې موقعیت لري او یو بل مرکز په سپین بولدک ولسوالۍ کې فعالیت کوي.
هغه زیاته کړه چې په لومړي او اسان خدمت مرکزونو کې، د نقلونو، نوي کولو، تعدیلاتو، او د زیږون، تابعیت او د واده ثبتولو په ګډون د وروسته ویش خدمات نارینه او ښځینه مراجعینو ته چمتو کیږي.
له بلې خوا، تیر کال، دې څانګې د 1,173 معیاري فورمو په کارولو سره ټولنیز او اقتصادي معلومات راټول کړل او د بازار څخه د 311 خوراکي او غیر خوراکي توکو نرخونه ثبت کړل. همدارنګه، په دامان، میوند او پنجوایي ولسوالیو کې د پنبې سروې ترسره شوه او د کندهار ښار او د دې ولایت په ولسوالیو کې د روغتیا ملي سروې ترسره شوه.