افغان غږ خبری آژانس - کابل: بلخي وویل چې خبرې اترې په رغنده فضا کې ترسره شوې او دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي مسلو او د سیمه ایز ثبات پورې اړوند مسلو په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې اسلامي امارت د چین د ښه نیت او میلمه پالنې ستاینه کوي او هیله یې څرګنده کړه چې دا پروسه به د باور جوړونې، دوامداره اړیکو، تفاهم او لا اغیزمنې همکارۍ پیاوړتیا لامل شي.
چین مخکې اعلان کړی و چې افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي کمولو لپاره موافقه کړې ده.