دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ حمل ۱۴۰۵ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 350382
د هوا پېژندنې نوې خبرداری؛ په ۱۶ ولایتونو کې د سیلابونو احتمال
په داسې حال کې چې په هیواد کې بارانونه دوام لري، د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې یو ځل بیا په یو شمیر ولایتونو کې د درنو بارانونو، تندرونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د رسنیو دفتر نن (چهارشنبه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې دا خبرداری تر پنجشنبې پورې اعتبار لري.

د دې مطبوعاتي اعلامیې پر بنسټ، د جوزجان، فاریاب، سرپل، بادغیس، هرات، غور، دایکندي، بامیان، پروان، پنجشیر، بغلان، سمنګان، بلخ، بدخشان، نورستان او کنړ ولایتونه د تندرونو او سیلابونو سره د درنو بارانونو سره مخ دي.

چارواکو د دې ولایتونو له اوسیدونکو څخه غوښتي دي چې اړین احتیاطي تدابیر ونیسي او په سیلاب ځپلو سړکونو او زیان منونکو سیمو کې له سفر کولو ډډه وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو اونیو کې د هیواد په ځینو سیمو کې سختو بارانونو زیانونه اړولي دي او اندیښنې زیاتې شوي چې دا وضعیت به دوام وکړي.
https://avapress.net/vdcg7z9wxak9nw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته