کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پولنډ له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د نړېوالو پر مرستې شک لري

افغان غږ آژانس(آوا) , 24 جدی 1390 ساعت 9:17

د پولنډ د دفاع وزیر وايي، له ۲۰۱۴م کال وروسته کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، دا هیواد دې دا تمه نه لري، چې نړیوالې مرستي به د اوس په شان ورسره دوام وکړي.



پولنډ دا مهال د ناټو تر قومندې لاندې په افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتیري لري.

توماس سیمو نیاک له رویترز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي، هیڅ هیواد باید دا توقع ونه لري، چې نړۍ به ورسره تر ابده مرستې کوي.

نوموړي ویلي، افغانستان باید اوس په سیاسي ثبات تمرکز وکړي، څو نړیوال پانګه وال راجلب کړي.

د هغه په وینا د افغانستان طبیعي زیرمو ته په کتنه دا هیواد کولی شي، په راتلونکې کې د نړیوالو د پانګونې لوس شبکې راجلب کړي.

د پولڼد د دفاع وزیر وايي، د ۲۰۱۲م کال تر پایه به د دې هیواد زر سرتیري ښايي په افغانستان کې پاتي وي.


د مطلب کود: 35054

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/35054/پولنډ-له-۲۰۱۴-کال-وروسته-افغانستان-سره-د-نړېوالو-پر-مرستې-شک-لري

آوا
  https://www.avapress.com