د هرات سیمه ییر چارواکي وایي، چې نن به د دغه ولایت په دولسو ولسوالیو کې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیت دانتقال بهیر پلی شي.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د چارواکو له خولې وایي، چې په دغو مراسمو کې به افغان او بهرنیو ځواکونو چارواکي هم ګډون وکړي.
د هرات د والي ویاند محی الدین نوري له دې وړاندې ویلي وو، چې دوی د امنیتي مسوولیتونو انتقال بهیر ته بشپړ چمتووالی لري.
هرات پنځلس ولسوالۍ لري، چې د چشت شریف، شین ډنډ او اوبې ولسوالۍ پرته په نورو ټولو کې نن امنیت افغان ځواکونو ته لیږدول کیږي.
د هرات د ښار امنیت د انتقال په لومړي پړاو کې افغان ځواکونو ته سپارل شوی و.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)