دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۲۴
د مطلب کود : 35240
هرڅومره مو چې بچیان زده کړه وکړي هماغومره مو ژوند ښه کیږي
جمهور رئیس د لوړ درواز ولسوالۍ د خلکو استازو ته په خطاب کې وویل: د درواز ښه راتلونکې په تعلیم کې نغښتې ده، هرڅومره مو چې بچیان زده کړه وکړي هماغومره مو ژوند ښه کیږي.
د بدخشان ولایت د لوړ درواز ولسوالۍ یو شمېر مشرانو، دیني عالمانو او مخورو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې له ((ماه می )) څخه ((جامرچ )) ته د دغې ولسوالۍ د مرکز د لېږد غوښتنه وکړه.

په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، عبدالغفور رحماني، مولوي حبیب الله شیدایي او دولت بیګ د نورو په استازي خبرې وکړې، وې ویل: د لوړ درواز ولسوالۍ د سولې د لارې د شهید استاد برهان الدین رباني د جمهوري ریاست په دوره کې منظور شوې او هغه مهال د ځینو ستونزو له مخې یې مرکز د دغې ولسوالۍ له اکثریت سیمو څخه په لرې پرته سیمه(( ماه می ))کې جوړ شو چې اوس یې د ولسوالۍ ډیری خلک د تګ راتګ له پلوه له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د لوړ درواز ولسوالۍ د خلکو استازو د دغې ولسوالۍ د مرکز لپاره د ((جامرچ )) سیمه مناسب ځای وباله، وې ویل: د دې لپاره چې د دغې ولسوالۍ اوسیدونکي وکولای شي په اسانۍ سره ولسوالۍ ته تګ راتګ وکړي، هیله لري چې د لوړ درواز ولسوالۍ مرکز دې له(( مـاه مـی )) څـخـه د ((جامرچ ))سیمې ته ولېږدول شي.

دوی، همدا راز د پوهنې، عامې روغتیا او سړکونو په برخه کې خپلې سیمه ایزې ستونزې بیان او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د دغې ولسوالۍ د دولسمو ټولګیو فارغانو ته دې په بهرنیو بورسونو کې ځانګړې ونډه په پام کې ونیسي.

حامدکرزي د لوړ درواز ولسوالۍ د خلکو استازو ته په خطاب کې وویل: د درواز ښه راتلونکې په تعلیم کې نغښتې ده، هرڅومره مو چې بچیان زده کړه وکړي هماغومره مو ژوند ښه کیږي.

جمهوررئیس وویل: زما توصیه تاسو ته داده، کله چې درواز ته ورسیدی خلکو ته ووایي چې خپلې لوڼې او زامن ښوونځي ته واستوي ترڅو وکولای شو په خپل هېواد کې له خپلو لوڼو او زامنو څخه ډاکټران، انجینران او په نورو بیلابیلو برخوکې
متخصصین ولرو.
حامدکرزي د چارو د ادارې استازي ته چې په دغه غونډه کې حاضرو، لارښوونه وکړه چې د لوړ درواز ولسوالۍ د خلکو ستونزې او غوښتنې دې دکابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي چې په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg5bf.rhbsap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته