افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بدخشان د پولیسو د قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار وویل چې د فیض آباد ښار د نهمې ناحیې په سپین ګل سیمه کې په یوه ترافیکي پیښه کې یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
په یوه بله پیښه کې د فیض آباد - کشم لویه لاره کې، د بار وړونکي لارۍ او لینډ کروزر د ټکر له امله لږ تر لږه ۵ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه، د بدخشان د شهر بزرګ ولسوال مولوي عبدالرشید رشاد وویل چې د اویز په سیمه کې د سرو زرو مینځلو په ورکشاپ کې د ځمکې ښوییدو له امله ۵ کسان د خاورو لاندې بند پاتې دي او مړه شوي دي.