افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا پیښه د سرو زرو په یوه کان کې د ځمکې ښویدنې له امله رامنځته شوه، چې په ترڅ کې یې یو شمېر کارګران د کنډوالو لاندې بند پاتې وو. د وزارت ځواکونو د پیښې ځای ته له رسیدو سره سم د ژغورنې عملیات پیل کړل او د یو شمېر کسانو په را ایستلو بریالي شول.
په پیښه کې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه او اته نور ټپیان شول. د سرچینو په وینا، ټپیان د طبي پاملرنې لپاره د شهری بوزرګ ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته لیږدول شوي دي.
چارواکو د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ویل شوي چې د هغوی د درملنې هڅې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې د هیواد په غرنیو سیمو کې، په ځانګړې توګه د کانونو په سیمو کې، د ځمکې ښویدنې او ورته پیښو پخوا هم مرګ ژوبله اړولې ده. د معیاري تجهیزاتو نشتوالی او د خوندیتوب ضعیف شرایط د دې ډول پیښو اصلي عوامل بلل کیږي.