افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه، د ثور ۱۲مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د انرژۍ او اوبو وزیر د دې سفر په جریان کې د آمو سیند د غاړو زیانمن شوي حالت وڅیړ او په دې برخه کې یې د بیړنیو او بنسټیزو اقداماتو اړتیا باندې ټینګار وکړ.
هغه وویل چې د آمو سیند د غاړو بنسټیز پیاوړتیا د انرژۍ او اوبو وزارت یو له مهمو لومړیتوبونو څخه دی، او په دې برخه کې، بنسټیز او اوږدمهاله پلانونه چمتو شوي چې په نږدې راتلونکي کې به پلي شي.
سیمه ییزو چارواکو هم د دې سفر په جریان کې په زیانمنو شویو سیمو کې د زیانونو او اړتیاو د کچې په اړه معلومات ورکړل.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کلونو کې، د بلخ ولایت د آمو سیند د ساحل ځینې برخې د اوبو د جریان د بدلون او سیلابونو له امله تخریب او ویجاړې شوې دي، چې د ځایی اوسیدونکو او کرنیزو ځمکو لپاره یې اندیښنې رامینځته کړې دي.