افغان غږ خبری آژانس - کابل: د وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن (شنبه، د ثور ۱۲مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د دې مهمې پراختیایي پروژې قرارداد په رسمي ډول لاسلیک شوی دی.
د هغه په وینا، دا سړک د سمنګان ولایت له مرکز ایبک ښار څخه پیل کیږي او تر روی دوآب ولسوالۍ پورې غځیږي.
حق شناس زیاته کړه چې د دې پروژې پلي کول به د دوو شرکتونو ترمنځ د "JV" یا ګډ شرکت په بڼه ترسره شي او هدف یې د ترانسپورتي زیربنا ښه کول او د ځایی اوسیدونکو د تګ راتګ اسانتیا ده.
د دې سړک جوړول کولی شي د سمنګان د مرکزي سیمو د لرې پرتو ولسوالیو سره په ځانګړي ډول د روی دوآب په نښلولو کې مهم رول ولوبوي؛ هغه ولسوالي چې تل د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د لاسرسي له ستونزو سره مخ وه. د دې لارې ښه کول به نه یوازې د سفر وخت کم کړي، بلکې د اقتصادي ودې، د توکو د ښه ترانسپورت او د خلکو لپاره اساسي خدماتو ته د اسانه لاسرسي لپاره به لاره هواره کړي.