افغان غږ خبری آژانس - کابل: ډاکټر شفیع اعظم نن (شنبه، د ثور ۱۲مه) په خپل اکس پاڼه کې لیکلي چې د نویو پروګرامونو پر بنسټ، په هیواد کې د تیلو استخراج اندازه به زیاته شي او په وارداتو د تکیه کمولو هڅې دوام لري.
د هغه په وینا، اوس مهال د افغانستان بازارونو ته د اړتیا وړ ۱۵.۷ سلنه تیل له کورنیو سرچینو څخه پوره کیږي، چې دا په هیواد کې د تولید ظرفیت کې تدریجي زیاتوالی په ګوته کوي.
د یادونې وړ ده چې سره له دې چې په ځینو سیمو کې د تیلو زیرمې شتون لري، افغانستان لاهم خپلې ډیری اړتیاوې د وارداتو له لارې پوره کوي. په وروستیو کلونو کې، د تیلو د ساحو د پراختیا او په دې سکتور کې د پانګونې د راجلبولو لپاره پلانونه پیل شوي دي.