افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د وزارت په یوه بیان کې ویل شوي چې د جوزجان ولایت په منګجیک ولسوالۍ کې د عامه روغتون د بنسټ ډبره د ۵۰ میلیونه افغانیو څخه زیاتو په ارزښت د سفر په جریان کې کېښودل شوه.
همدارنګه، د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د عامه روغتون د جوړولو کار پیل شو.
د کندز ولایت په کلاباد ولسوالۍ کې د عامه روغتون د بنسټ ډبره د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت کې کېښودل شوه.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ د ۵۰ بستریز روغتون پاتې کارونه هم د ۵۴ ملیون افغانیو په لګښت بیا پرانیستل شوي دي.
همدارنګه، د جوزجان په ولایتي روغتون کې د ۱۴ ملیون افغانیو په لګښت د نوي زیږیدلو ماشومانو لپاره یو وارډ پرانیستل شو.
د سمنګان په ولایتي روغتون کې د ۶۰ ملیون افغانیو په لګښت د ۵۰ بستریز زیږون وارډ هم پرانیستل شو.
په ورته وخت کې، د جوزجان ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د لویې لارې یو روغتیايي مرکز هم پرانیستل شو.