دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ ثور ۱۴۰۵ ساعت ۰۹:۰۰
د مطلب کود : 353283
په ناروې کې د افغانستان سفارت سرپرست د ناروې له ځانګړي استازي سره وکتل
په ناروې کې د افغانستان سفارت سرپرست نجیب الله شاهین د افغانستان لپاره د ناروې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي بیورن جانسن سره وکتل او د بشري مرستو په اړه یې خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس: په ناروې کې د افغانستان سفارت وویل چې دواړو خواوو د افغانستان د اوسني وضعیت، له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو، بشري مرستو او نورو اړوندو مسلو په اړه خبرې وکړې.

په غونډه کې د اړیکو پیاوړتیا او د داسې غونډو دوام باندې هم تمرکز وشو.
https://avapress.net/vdcjotettuqei8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته