افغان غږ خبری آژانس - کابل: وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې دا امکان په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، پروان، پنجشیر، نورستان، کنړ، ننګرهار او لوګر ولایتونو کې وړاندوینه شوې ده.
د دغو ولایتونو په مختلفو برخو کې د باران اندازه د (۱۰ څخه تر ۳۰ ملي میتر) پورې اټکل شوې ده.
همدارنګه، په ځینو شمالي، مرکزي، لویدیځ، سویلي او سویل ختیځ ولایتونو کې، د قوي بادونو امکان شته، چې په مختلفو سیمو کې سرعت یې په ساعت کې (۵۰ څخه تر ۸۵) کیلومتره اټکل شوی دی.