افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزني د پوهنې ریاست د رسنیو دفتر وايي چې دا ښوونځی په دوه جریبه ځمکه کې په دوو پوړونو کې جوړ شوی دی.
د دفتر په وینا، د حیدر شهیدانو د عالي لېسې لپاره ۱۲ درسي خونې، یوه اداري خونه، یو لوی کتابتون، او د اوبو او برېښنا منظم سیستم پلان شوی دی.
د حیدر شهیدانو د عالي لېسې د جوړولو لګښت شپږ میلیونه افغانۍ دی، چې د جاغوري اوسیدونکو لخوا ورکړل شوی دی.