افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی د څیړنې او پراختیا رییس مولوي محمد صادق صداقت، لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره ولیدل او د ګرځندوی د زیربناوو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې، د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی رییس محمد یعقوب ایوبي د دې ولایت د طبیعي جاذبو او منظره لرونکو سیمو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې لغمان، په مرکز او ولسوالیو کې، مهم سیاحتي سیمې لري چې د کال په مختلفو فصلونو کې زرګونه سیلانیان کوربه توب کوي.
د دې ادارې د اعلان له مخې، د سیلانیانو لپاره د غوره اسانتیاوو د برابرولو په هدف، په دغه ولایت کې به دوه معیاري هوټلونه جوړ شي چې سیلانیانو ته به مناسب استوګنځای او خواړه هم چمتو کړي.
لغمان د افغانستان په ختیځ کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې طبیعي جاذبې لري، خو د مناسبو زیربناوو نشتوالی، په ځانګړې توګه د استوګنې په برخه کې، د دې ولایت د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره یوه لویه ننګونه ګڼل شوې ده.