دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ ثور ۱۴۰۵ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 353321
د ۱۴ ولایتونو څخه د مخدره توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو له ۷۰ څخه زیات کسان نیول شوي
د هیواد په ۱۴ ولایتونو کې د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۷۵ کسان د مخدره توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي او له دغو کسانو څخه یې یو اندازه چرس، تریاک، کرسټال میتامفیتامین او "K" ټابلیټونه ترلاسه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د ننګرهار، بامیان، پروان، خوست، پنجشیر، فراه، پکتیا، پکتیکا، کندهار، جوزجان، نیمروز، بغلان، غزني او هلمند ولایتونو کې د همغږۍ عملیاتو له لارې وکولای شول چې د مخدره توکو د قاچاق او وېش په تړاو ۷۵ کسان ونیسي.

له نیول شویو کسانو څخه له دوه کیلوګرامو څخه زیات چرس، ۲۲۰۰ رواني "K" ټابلیټونه، او همدارنګه یو څه کرسټال میتامفیتامین او تریاک ترلاسه شوي دي.

د پولیسو چارواکي وايي چې دا کسان د دې ولایتونو له بیلابیلو برخو څخه په جلا عملیاتو کې نیول شوي او د دوی قضیې د نورو څیړنو لپاره عدلي چارواکو ته راجع شوي دي.

امنیتي ځواکونو ټینګار کړی چې دوی به د مخدره توکو قاچاق وړونکو او توزیع کونکو سره پرته له کوم خنډ څخه مبارزه ته دوام ورکړي.
https://avapress.net/vdcci1q1s2bqp18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته