افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي چې د دوی روغتیايي کارمندانو په تیره میاشت کې د زابل ولایت په بیلابیلو سیمو کې ۷۹۸۲ ناروغانو ته مستقیم روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي، چې پکې د درملو ویشل، د ټپونو پوښل، د واکسینونو تطبیق، د خوارځواکۍ سره مبارزه، د زیږون دمخه او وروسته اړینې مشورې ورکول او د کورنۍ پلان جوړونه شامل دي.
د سازمان په اعلامیه کې راغلي چې د اړینو روغتیایی مشورو ورکولو په برخه کې ۷۲۹۹ نورو ناروغانو ته هم خدمات وړاندې شوي دي.
په دې اساس، په دې موده کې په زابل کې د افغان سرې میاشتې د روغتیایی خدماتو لخوا پوښل شوي ناروغانو ټولټال شمیر ۱۵۲۸۱ ته رسیدلی دی.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ټینګار کړی چې د خلکو د روغتیايي ستونزو د حل پروسه، په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې، روانه ده.